‏د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس محترم عبدالرحمن عطاش له خپل مل پلاوي سره د ننګرهار ولایت تورخم ته سفر وکړ او هلته یې د کډوالو په عمري پنډغالي کې د ياد شرکت له لوري د جوړېدونکي نوي اداري کمپلکس څخه لیدنه وکړه.

‏په دې سفر کې محترم عطاش د پروژې د پرمختګ څخه د ليدنې ترڅنګ له مسؤلینو، انجنیرانو، کارکوونکو او اړوندو ادارو استازو سره هم وکتل، د هغوی کړنې یې وستایلې او د چارو د پرمخ وړنې په پار یې ورته لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.

‏نوموړي ټینګار وکړ، چې د پروژې کارونه باید پر وخت او په تخنیکي معیارونو برابر ترسره شي.

‏د يادونې ده، دا نوی اداري کمپلکس، چې په ۳۲۰۰ متره مربع ځمکه کې د مخکې جوړو قطعاتو په مرسته جوړېږي، ۶۰ اداري خونې، یو عصري کنفرانس خونه، تشنابونه او نورې لازمې اسانتیاوې لري، چې په نږدې راتلونکي کې به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.