Loading...
داو طلبي2020-12-09T14:06:57+04:30
1503, 2026

د غوري سمنټو د ۲۱۶ زره ټنه تولیدي سمنټو د پلور په موخه د داوطلبۍ (مزایدې) خبرتیا

د ملي پراختیا شرکت په پام کې لري، چې د غوري سمنټو فابریکو د ۱۴۰۵ مالي کال (۲۱۶,۰۰۰) ټنه تولیدېدونکي سمنټ، د داوطلبۍ (مزایدې) له لارې وپلوري.

له همدې امله له ټولو هغو اشخاصو او شرکتونو څخه، چې د دې داوطلبۍ په پروسه کې د ګډون لیوالتیا لري، غوښتنه کېږي چې د سمنټو د پلور اړونده شرط‌پاڼه د کابل ښار د ۱۵مې ناحیې، قصبې سیمه کې د ملي پراختیا شرکت له مرکزي دفتر څخه ترلاسه کړي او د ګډون آفر دې د اعلان له خپرېدو څخه تر د ۱۴۰۵ کال د وري د مياشتې تر ۱۲مې نېټې  پورې د ملي پراختیا شرکت د عامه اړیکو آمریت ته وسپاري.

د یادونې وړ ده، چې له ټاکلې نېټې وروسته رسېدلي او انټرنټي آفرونه د منلو وړ نه دي. دغه راز د داوطلبۍ غونډه به د ۱۴۰۵ کال د وري میاشتې په (۱۲مه) نېټه، د چهارشنبې په ورځ، سهار په (۱۰:۰۰) بجو د ملي پراختیا شرکت د مرکزي دفتر د غونډو په تالار کې ترسره شي.

2802, 2026

د ملي پراختيا شرکت د ملکیتونو د داوطلبۍ اعلان!

د ملي پراختیا شرکت د املاکو ریاست په پام کې لري، چې د کابل ښار ۱۵مې ناحیې اړوند قصبې سیمې په معمار شهر ښارګوټي کې خپل لاندې ذکر شوي ملکیتونه د درې کلونو لپاره په قرارداد ورکړي:

  • د الماس درېيم مارکېټ اړوند: (۱، ۲، ۳، ۴، ۵، ۶، ۷، ۸، ۹، ۱۰، ۱۱، ۱۲، ۱۳، ۱۵، ۱۷، ۱۸، ۱۹، ۲۰، ۲۱، ۲۲، ۲۳، ۲۴، ۲۵، ۲۶، ۲۸) شمېرې هټۍ.
  • د الماس څلورم مارکېټ اړوند: (۱، ۲، ۴، ۵، ۶، ۹، ۱۰، ۱۱، ۱۴، ۱۶، ۱۷، ۲۰، ۲۲، ۲۴، ۲۵، ۲۷) شمېرې هټۍ.
  • د لومړي زاړه بلاک اړوند: (۳، ۴، ۵، ۶، ۷، ۸، ۹، ۱۱، ۱۲، ۱۵، ۱۶، ۱۷، ۱۸، ۱۹، ۲۰) شمېرې هټۍ.
  • د نهم زاړه بلاک اړوند: (۱۸، ۱۹، ۲۰، ۲۱، ۲۲، ۲۳، ۲۴، ۲۵، ۲۶) شمېرې هټۍ.
  • د لسم زاړه بلاک اړوند: (۲، ۳، ۴، ۵، ۶، ۷، ۸، ۹، ۱۰، ۱۱، ۱۲، ۱۳، ۱۴) شمېرې هټۍ.

نو پر همدې بنسټ ټول هغه حقوقي او حکمي اشخاص، چې قرار داد ته لیواله دي، خپل غوښتنلیکونه دې کب میاشتې تر ۱۶مې نېټې پورې د ملکیت د ځانګړتیاوو په ذکر کولو سره د ملي پراختیا شرکت ته، چې د کابل ښار د ۱۵مې ناحیې اړوند د قصبې په سیمه کې موقعیت لري، وسپاري. شرطپاڼه کتلای شئ او تضمین په نغده بڼه اخیستل کېږي.

1401, 2026

د ملي پراختیا شرکت د (۸۶۶) قلمه کارېدلي او له اړتیا د زیاتو توکو د داوطلبۍ او لیلام اعلان!

ملي پراختیا شرکت له خپلې اړتیا څخه زیات او کارېدلي توکي، چې شمېر یې (۸۶۶) قلمه دی، د (۷،۶۸۴،۶۴۴) اووه میلیونه، شپږ سوه څلور اتیا زره، شپږ سوه څلور څلوېښت افغانۍ د لومړنۍ ټولیزې بیې په بدل کې د داوطلبۍ له لارې پلوري.
هغه اشخاص او شرکتونه، چې د یادو توکو د داوطلبۍ او لیلام په پروسه کې د ګډون لېوالتیا لري، کولای شي د روان کال د مرغومي مياشتې په ۲۷مه نېټه د سهار په لسو (۱۰:۰۰) بجو، د ملي پراختیا شرکت د مرکزي دفتر په انګړ کې، چې د کابل ښار د پنځلسمې ناحیې قصبې سیمه کې موقعیت لري، ګډون وکړي.
د یادونې وړ ده، د تضمین پیسې، چې په ټولیزه توګه ۱۵ سلنه، یعنې (۱،۱۵۰،۰۰۰) یو میلیون، یو سل او پنځوس زره افغانۍ کېږي، باید د داوطلبۍ د پروسې له پیل مخکې وسپارل شي، که ګډونوال بریالی نه شي، د تضمین پیسې به ورته نغدې بېرته وسپارل شي.

3012, 2025

د ملي پراختيا شرکت د ملکیتونو د داوطلبۍ اعلان!

د ملي پراختیا شرکت د املاکو ریاست په پام کې لري، چې خپل اړوند لاندې ذکر شوي ملکیتونه د درې کلونو لپاره په قرارداد ورکړي:

1- د خواجه رواش ښارګوټي په لومړي مارکېټ کې(۲، ۳، ۴، ۵، ۶، ۷، ۹، ۱۱، ۱۳، ۱۴، ۱۵، ۱۷، ۱۸، ۲۰، ۲۱، ۲۲، ۲۳، ۲۴، ۲۵، ۲۶، ۲۷، ۲۸، ۲۹، ۳۰، ۳۱، ۳۲، ۳۳) شمېرې هټۍ.
2- د خواجه رواش ښارګوټي په دویم مارکیټ کې(۱، ۲، ۳، ۴، ۵، ۶، ۹، ۱۱) شمېرې هټۍ.

نو پر همدې بنسټ ټول هغه حقوقي او حکمي اشخاص چې قرار داد ته لیواله دي، خپل غوښتنلیک دې د روان کال د مرغومې مياشتې تر ۲۰مې نېټې پورې د ملکیت د ځانګړتیاوو په ذکر کولو سره د ملي پراختیا شرکت ته، چې د کابل ښار د ۱۵مې ناحیې د قصبې سیمه کې موقعیت لري، وسپاري. شرطپاڼه کتلئ شئ او تضمین نغد اخیستل کېږي.

2112, 2025

د ملي پراختيا شرکت د ملکیتونو د داوطلبۍ اعلان!

د ملي پراختیا شرکت د املاکو ریاست په پام کې لري، چې خپل اړوند لاندې ذکر شوي ملکیتونه د درې کلونو لپاره په قرارداد ورکړي:

1- د اماراتو ښارګوټي په درېیم فاز کې ۴مه او ۵مه شمېره هټۍ
2- د اماراتو ښارګوټي په دویم فاز کې ۶مه شمېره هټۍ
3- د قصبې په بازار کې ۷مه شمېره هټۍ
4- د خواجه رواش ښارګوټي دویمه شمېره مارکېټ کې ۹مه شمېره هټۍ
5- د کابل ښار ۱۵مې ناحیې اړوند د(موټر پلورنځیو) سړک سره نږدې په معمار شهر ښارګوټي کې د ۲۹۲ متره مربع مساحت لرونکی د موټر جوړونې ورکشاپ
6- په امارتو ښارګوټي کې ۹ متره مربع مساحت لرونکې ۲مه شمېره فلزي غرفه

ټول هغه حقوقي او حکمي اشخاص، چې تړون ته لیواله دي، خپل غوښتنلیک د مرغومي میاشتې تر ۴مې نېټې پورې د ملکیت د ځانګړتیاوو په ذکر کولو سره د ملي پراختیا شرکت ته، چې د کابل ښار د ۱۵مې ناحیې د قصبې سیمه کې موقعیت لري، وسپاري. شرطپاڼه کتلئ شئ او تضمین نغد اخیستل کېږي.

3010, 2025

د ملي پراختيا شرکت د ملکيتونو د داوطلبۍ (مزایدې) اعلان!

ملي پراختيا شرکت په پام کې لري، خپل اړوند لاندې ملکیتونه چې د خواجه رواش او قصبې ښارګوټو  په لومړي او دویم مارکېټ کې موقعیت لري، د داوطلبۍ (مزایدې) له لارې د درېیو کلونو لپاره په اجاره ورکړي.

لومړی مارکېټ

د هټيو شمېرې: ۲، ۳، ۴، ۵، ۶، ۷، ۹، ۱۱، ۱۳، ۱۴، ۱۵، ۱۷، ۱۸، ۲۰، ۲۱، ۲۲، ۲۳، ۲۴، ۲۵، ۲۶، ۲۷، ۲۸، ۲۹، ۳۰، ۳۱، ۳۲، ۳۳.

دویم مارکېټ

د هټيو شمېرې: ۱، ۲، ۳، ۴، ۵، ۶، ۱۱.

ټول حقیقي او حکمي اشخاص، چې د یادو ملکیتونو په اجاره قرارداد ترلاسه کولو لېوالتیا لري، کولای شي خپل غوښتنلیکونه د اعلان له خپرېدو وروسته تر (۷) ورځو، د ملکیت د ځانګړتیاوو په ذکر کولو سره، د ملي پراختیا شرکت مرکزي دفتر ته چې د کابل ښار د ۱۵مې ناحیې د قصبې په سیمه کې موقعیت لري، وسپاري. شرطپاڼه کتلی شي او تضمين په نغدي بڼه اخيستل کيږي.

Go to Top