د ملي پراختيا شرکت د ملکیتونو د داوطلبۍ اعلان!
د ملي پراختیا شرکت د املاکو ریاست په پام کې لري، چې خپل اړوند لاندې ذکر شوي ملکیتونه د درې کلونو لپاره په قرارداد ورکړي: 1- د خواجه رواش ښارګوټي په لومړي مارکېټ کې(۲، ۳، ۴، ۵، ۶، ۷، ۹، ۱۱، ۱۳، ۱۴، ۱۵، ۱۷، ۱۸، ۲۰، ۲۱، ۲۲، ۲۳، ۲۴، ۲۵، ۲۶، ۲۷، ۲۸، ۲۹، ۳۰، ۳۱، ۳۲، ۳۳) شمېرې هټۍ. 2- د خواجه رواش ښارګوټي په دویم مارکیټ کې(۱، ۲، ۳، ۴، ۵، ۶، ۹، ۱۱) شمېرې هټۍ. نو پر همدې بنسټ ټول هغه حقوقي او حکمي اشخاص چې قرار داد ته لیواله دي، خپل غوښتنلیک دې د روان کال د مرغومې مياشتې تر ۲۰مې نېټې پورې د ملکیت د ځانګړتیاوو په ذکر کولو سره د ملي پراختیا شرکت ته، چې د کابل ښار د ۱۵مې ناحیې د قصبې سیمه کې موقعیت لري، وسپاري. شرطپاڼه کتلئ شئ او تضمین نغد اخیستل کېږي.
د ملي پراختيا شرکت د ملکیتونو د داوطلبۍ اعلان!
د ملي پراختیا شرکت د املاکو ریاست په پام کې لري، چې خپل اړوند لاندې ذکر شوي ملکیتونه د درې کلونو لپاره په قرارداد ورکړي: 1- د اماراتو ښارګوټي په درېیم فاز کې ۴مه او ۵مه شمېره هټۍ 2- د اماراتو ښارګوټي په دویم فاز کې ۶مه شمېره هټۍ 3- د قصبې په بازار کې ۷مه شمېره هټۍ 4- د خواجه رواش ښارګوټي دویمه شمېره مارکېټ کې ۹مه شمېره هټۍ 5- د کابل ښار ۱۵مې ناحیې اړوند د(موټر پلورنځیو) سړک سره نږدې په معمار شهر ښارګوټي کې د ۲۹۲ متره مربع مساحت لرونکی د موټر جوړونې ورکشاپ 6- په امارتو ښارګوټي کې ۹ متره مربع مساحت لرونکې ۲مه شمېره فلزي غرفه ټول هغه حقوقي او حکمي اشخاص، چې تړون ته لیواله دي، خپل غوښتنلیک د مرغومي میاشتې تر ۴مې نېټې پورې د ملکیت د ځانګړتیاوو په ذکر کولو سره د ملي پراختیا شرکت ته، چې د کابل ښار د ۱۵مې ناحیې د قصبې سیمه کې موقعیت لري، وسپاري. شرطپاڼه کتلئ شئ او تضمین نغد اخیستل کېږي.
د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس ننګرهار ولايت ته سفر وکړ
۲۱ لړم ۱۴۰۴ :د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس ښاغلي عبدالرحمن "عطاش" او ورسره مل پلاوي ننګرهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت له والي ملا محمدنعیم آخند سره د کتنې ترڅنګ له یو شمېر پروژو څخه هم لیدنه تر سره کړه. په دې لیدنه کتنه کې چې د مالیې وزارت مرستیال حاجي احمد هم ګډون درلود، د ختیځ روغتیايي کمپلکس چارې له نږدې وارزول شوې او ځایي مسؤلینو ته د روانو چارو اړوند اړینې لارښوونې وشوې. ښاغلي عطاش د ساحوي ليدنې په ترڅ کې وويل چې د ختيځ روغتيايي کمپلکس پروژه په روغتیايي برخه کې د ختیځو ولایتونو لپاره ځانګړي ارزښت لري او زموږ هڅه دا ده، ترڅو د پروژې اړوند چارې په معیاري بڼه ترسره شي. دغه راز، پلاوي په جلال آباد ښار کې د سپین جومات له پروژې څخه هم لیدنه وکړه. د دې لیدنې پر مهال ښاغلي عطاش وويل، چې د جومات نیمګړې چارې به ډېر ژر بېرته پیل او ملي پراختيا شرکت به یې د بشپړېدو لپاره له خپلو ټولو امکاناتو او سرچينو کار واخلي. د یادونې ده، چې د ختیځ روغتیايي کمپلکس چارې اوسمهال ۵۲.۵۰ سلنه بشپړې شوي او پاتې چارې د پلان له مخې د پلي کېدو په درشل کې دي.
د ملي پراختيا شرکت د ملکيتونو د داوطلبۍ (مزایدې) اعلان!
ملي پراختيا شرکت په پام کې لري، خپل اړوند لاندې ملکیتونه چې د خواجه رواش او قصبې ښارګوټو په لومړي او دویم مارکېټ کې موقعیت لري، د داوطلبۍ (مزایدې) له لارې د درېیو کلونو لپاره په اجاره ورکړي. لومړی مارکېټ د هټيو شمېرې: ۲، ۳، ۴، ۵، ۶، ۷، ۹، ۱۱، ۱۳، ۱۴، ۱۵، ۱۷، ۱۸، ۲۰، ۲۱، ۲۲، ۲۳، ۲۴، ۲۵، ۲۶، ۲۷، ۲۸، ۲۹، ۳۰، ۳۱، ۳۲، ۳۳. دویم مارکېټ د هټيو شمېرې: ۱، ۲، ۳، ۴، ۵، ۶، ۱۱. ټول حقیقي او حکمي اشخاص، چې د یادو ملکیتونو په اجاره قرارداد ترلاسه کولو لېوالتیا لري، کولای شي خپل غوښتنلیکونه د اعلان له خپرېدو وروسته تر (۷) ورځو، د ملکیت د ځانګړتیاوو په ذکر کولو سره، د ملي پراختیا شرکت مرکزي دفتر ته چې د کابل ښار د ۱۵مې ناحیې د قصبې په سیمه کې موقعیت لري، وسپاري. شرطپاڼه کتلی شي او تضمين په نغدي بڼه اخيستل کيږي.
شمالي ولایتونو ته د لوړپوړي پلاوي سفر؛ د قوشتېپې کانال د دویم فاز د کیندنې چارې بشپړېدو ته نږدې شوې
۷ لړم ۱۴۰۴: د قوش تېپې ستر او ملي کانال له چارو څخه د لیدنې او ارزونې په موخه، د امارتي شرکتونو لوی رئیس ښاغلی مولوي احمد جان "بلال" او د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس ښاغلی عبدالرحمن "عطاش" د یو تخنيکي پلاوي په ملتيا، شمالي ولایتونو ته سفر وکړ. ښاغلي عبدالرحمن عطاش د قوشتېپې ستر او ملي کانال د سربند، دویم فاز او نورو مهمو برخو څخه د لیدنې پر مهال روانې چارې له نږدې وڅارلې، د چارو له پرمختګ څخه یې خوښي څرګنده کړه او د چارو د لا غوره پلې کېدو په اړه یې مسؤلینو ته اړینې سپارښتنې وکړې. ښاغلي عطاش ټینګار وکړ تر څو ټولې چارې د ورکړل شوي پلان مطابق، لوړ تخنیکي معیار په پام کې نیولو او په ټاکلي وخت پر مخ یووړل شي او د پروژې هر پړاو پخپل وخت بشپړ شي. دغه راز د امارتي شرکتونو لوی رئيس مولوي احمدجان "بلال" هم د قوشتېپې ستر او ملي کانال د روانو چارو څخه د لیدنې پر مهال څرګنده کړه، چې د دې سترې او ملي پروژې د پلي کېدو موخه د هېواد د اوبو مدیریت، د کرنیزو تولیداتو لوړول او د خلکو د اقتصادي وضعیت غوره والی دی. نوموړي د کار د پرمختګ په اړه خوښي وښوده، د چارو د کیفیت ستاینه یې وکړه او زیاته یې کړه، چې دا پروژه د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره تاریخي فرصت دی چې باید [...]
د تسلیت پیغام!
په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې د ملي پراختيا شرکت د سوداګريزو چارو رئیس دوکتور فیضانالحق "فیضان" د ور پېښې ناروغۍ له امله د حق داعیې ته لبیک ووایه. د ملي پراختيا شرکت رهبري او ټول کارکوونکي مرحوم ته د لوی او مهربانه ذات له دربار څخه د فردوس جنت او کورنۍ ته یې د جمیل صبر او عظیم اجر دعا کوي. د ملي پراختيا شرکت رهبري د مرحوم فيضان مړينه د افغانستان او په ځانګړې توګه د ملي پراختيا شرکت لپاره یوه نه جبران کېدونکې ضایعه ګڼي. څښتن تعالی دې ورته راتلونکی مزل آسانه کړي! انا لله وانا الیه راجعون!




